د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، له افغان لوري سره د خبرو هغه لږه هیله چې مخکې موجوده وه، د وروستیو بریدونو له امله په ناهیلۍ بدله شوې ده.
اصف د تېرې ورځې برید ته په اشاره سره ویلي، دا برید څرګند پیغام دی چې وسلهوال د پاکستان هره سیمه په نښه کولای شي.
نوموړي زیاته کړې، حکومت به د دغو بریدونو پر وړاندې لازم غبرګون وښيي او د امنیت د ټینګښت لپاره به پیاوړې اقدامات ترسره کړي.

