شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستاند پاکستان د کورنیو چارو وزیر:د اسلام‌اباد د ایالتي محکمې ځانمرګی بریدګر...

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر:د اسلام‌اباد د ایالتي محکمې ځانمرګی بریدګر افغان تبعه و

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د اسلام‌اباد په ايالتي محکمې باندې د سه‌شنبې په ورځ شوي ځانمرګي برید ترسره کوونکی د افغانستان تبعه دی.

نقوي رسنیو ته ویلي، بریدګر د افغان تبعه په توګه پېژندل شوی او څېړنې لا هم روانې دي.

د هغه په وینا، په برید کې زده‌کوونکي او ښوونکي په نښه شوي دي.

نقوي زیاته کړې، چې بریدګر له برید وړاندې له افغانستان دننه له یو شمېر کسانو سره اړیکې درلودې.

د بریدګر بشپړ هویت تر اوسه نه‌دی څرګند شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي؛.خو تل یې ټینګار کړی چې د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې حضور نه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here