د چارو ادارې پخواني مشر ډاکتر فضل محمود فضلي د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي:« دا هغه پایله ده چې د “جانبي تلفاتو” د تفکر او د “دوګونې لوبې” د تګلارې له امله رامنځته شوې ده، هغه کړنې چې اسد احمد دراني منلې وې.»
ښاغلي فضلي د اسد خبرو ته په اشارې لیکلي: « هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان (TTP) په جوړولو پښیمانه نه دی، هغه ډلې چې د پېښور د پوځي ښوونځي د ماشومانو د وژنې او په افغانستان کې د زرګونو بېګناه خلکو د وژل کېدو مسوول ګڼل کېږي، ویلي وو د هغو ماشومانو مرګونه “جانبي تلفات” دي او د هغوی مور و پلار “ضعیفالقلبه” (بېزړۀ) انسانان دي.»
ډاکتر فضلي د پاکستان دفاع وزیر ته ویلي چې د هماغه خونخوارو جنرالانو “مبلّغ” یې.

