شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانمحمود خان اڅکزی:اسلام اباد د انګریزي استعماري سیاست پلونه تعقیبوي، او غواړي...

محمود خان اڅکزی:اسلام اباد د انګریزي استعماري سیاست پلونه تعقیبوي، او غواړي افغانستان د دوی د امر تابع وي

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر پاکستاني حکومت سختې نیوکې کړې دي، او ویلي یې دي چې د اسلام‌اباد واکمن د برتانیې د پخواني استعماري سیاست تقلید کوي او هڅه کوي پر افغانستان خپله ولکه ټینګه کړي.

اڅکزي په یوه پیغام کې ویلي، د پاکستان واکمن غواړي افغانستان د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومني، د بهرنیو اړیکو پرېکړې یې د اسلام‌اباد تر اغېز لاندې وي او د کابل حکومت د دوی د سیاسي امر تابع شي.

نوموړي زیاته کړې، د اوسني حکومت مشران د ملت د ګټو پر ځای د استعماري مفکورو تعقیب کوي او د ګاونډي هېوادونو سره د سالمو اړیکو چلند نه‌پېژني.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here