شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستاناتریش؛یو افغان د نشه‌يي موادو د قاچاق له امله له هېواده وایست...

اتریش؛یو افغان د نشه‌يي موادو د قاچاق له امله له هېواده وایست او کابل ته یې ولېږدوه

یو افغان وګړی چې په اتریش کې مېشت و او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور محکوم شوی و، تېره ورځ له دغه هېواده وایستل شو او کابل ته ولېږدول شو.

د اتریشي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ناقانونه مېشتو کسانو د اخراج بهیر به لا هم سخت او جدي تعقیب شي.

د راپور پر بنسټ، دا له هغه وخت راهیسې چې د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن شوی، د اتریش له لوري افغانستان ته د اخراج دوهمه پېښه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here