د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د ترکيې هغه نويو هڅو ته هرکلی ويلی چې موخه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب له لارې د تاوتريخوالي د بيا رامنځته کېدو مخنيوی دی.
تر دې يوه ورځ مخکې د ترکيې ولسمشر اعلان کړی و چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، د دفاع وزير او د استخباراتو مشر به دا اونۍ پاکستان ته سفر وکړي، څو د اسلامـاباد او کابل ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه د پاکستاني چارواکو سره بحثونه وکړي.

