په بلخ کې د طالبانو حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې ترکمنستان د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بشري مرستې د دوی چارواکو ته سپارلې دي.
دا مرستې په اقینه بندر کې د ترکمنستان د ملي شورا د رئیس رجب بازاروف او د مزارشریف قونسل بازار بای کعبهیوف له لوري د بلخ د والي مرستیال نورالدین ابو ادریس او نورو طالب چارواکو ته ورکړل شوې دي.

د طالبانو حکومت په وینا، په مرستو کې خوراکي توکي، درمل، جامې او ساختماني مواد شامل دي.
دا مرسته په داسې حال کې ورکړل شوې چې څو ورځې وړاندې په بلخ او سمنګان کې زورورې زلزلې نږدې ۳۰ کسان وژلي او له ۷۰۰ ډېری یې ټپیان کړي وو.

