د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دوراني ویلي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ روانې شخړې یوازې د دوامدارو خبرو او متقابل تفاهم له لارې حل کېدای شي.
نوموړي په یوه تازه ایکس پوسټ کې ټینګار کړی چې دواړه ګاونډیان باید د خبرو دروازې هېڅکله بندې نه کړي، ځکه د مذاکراتو ځنډ د دواړو هېوادونو دښمنانو ته د ګټې امکان ورکوي.
د دوراني په وینا، تاریخ ښيي چې د خبرو د مخنیوي پر ځای د خبرو دوام ستونزې کموي، او د اړیکو دوام اهمیت لري.
هغه زیاتوي چې د دايمي خبرو لړۍ د ثبات او امنیت لپاره مهمه ده، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ کړکېچونه لا هم بېپایلې پاتې دي.

