په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کرښه نښتو او هوایي حریم پرنقض تازه جنجالونه رامنځته شوي، د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې د دواړو هېوادونو د سولې خبرې بېنتیجې پای ته ورسېدې.
د طالبانو حکومت پاکستان تورن کړی چې “بېمسؤلیته او غیرهمکارانه چلند” یې وکړ، خو اسلاماباد وايي طالبان د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د خبرو تر ناکامۍ وروسته ویلي “د پاکستان لوری نهدی توانېدلی چې واقعي او عملي وړاندیزونه وړاندې کړي. هغوی هڅه کوله چې د خپلو امنیتي ناکامیو ټول مسؤلیت پر افغانستان واچوي.”

ده زیاته کړې چې د اسلاماباد “غیرهمکارانه چلند” د خبرو د ناکامۍ لامل شو او “هیڅ پایله ترې و نه وته.”
مجاهد ټینګار کړی چې طالبان به هېچا ته اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي، خو زیاته کړې یې ده چې کابل به “د هر ډول تېري پر وړاندې کلکه دفاع وکړي.”
بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ هم ویلي: “اسلاماباد به د طالبانو د حکومت هغه اقدامات ونهمني چې د افغان ولس یا ګاونډیو هېوادونو په ګټه نه وي.”
پاکستان وایي چې د طالبانو حکومت د دوحې د ۲۰۲۱ تړون ژمنې نه دي عملي کړي، او د “ترهګرۍ پر ضد مبارزه” کې یې جدي اقدام نهدی کړی.
د اسلاماباد په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغان خاوره د پاکستاني طالبانو (TTP) د فعالیت لپاره کارېږي. هغه ډله چې په پاکستان کې یې لسګونه بریدونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د اکتوبر له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې ۵۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۴۴۷ نور ټپیان شوي دي.

په مقابل کې، د پاکستان پوځ ویلي چې ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د خبرو منځګړي، قطر او ترکیې هڅه وکړه چې دواړه خواوې یوې ګډې اجنډا ته راولي، خو د سرچینو په وینا، د اعتماد د نشتوالي له امله خبرې ګډوډې شوې.
اسلاماباد بیا ویلي چې له منځګړیو سره اړیکې ساتي او د “خپلو خلکو او خپل حاکمیت د ساتنې لپاره ټول ضروري ګامونه” پورته کوي.
بل خوا سیاسي شنونکي وايي د طالبانو او پاکستان شخړه یوازې د کرښې پوځي موضوع نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد ژور بحران، استخباراتي رقابت، او د وسلهوالو ډلو پر ملاتړ اختلافات د سولې خنډ ګرځېدلي دي.

د هغوی په وینا، که د خبرو نوې پړاو ونهپیلېږي، د ژمي له رارسېدو سره ښایي جګړه نوره هم پراخه شي او دواړه خواوې به سیاسي او اقتصادي زیانونه وګالي.
خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د سولې دروازه لا هم نهده تړل شوې، او ټینګار کوي چې “د هېواد د حاکمیت، خپلواکۍ او امنیت دفاع” به د دوی لومړیتوب وي.

