د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به د مرکزي آسیا له پنځو هېوادونو لیدنه وکړي.
هغه دا خبره د چهارشنبې په ورځ د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په غونډه کې کړې او ویلي یې دي چې د واشنګټن او مرکزي آسیا د هېوادونو اقتصادي ګټې او د طبیعي سرچینو د پراختیا هدفونه سره یو رقم دي.
روبیو ویلي: «زه شخصاً پلان لرم چې راتلونکی کال د ټولو پنځو هېوادونو سفر وکړم.»
ټاکل شوې چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان مشران د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د یادونې ده چې مرکزي آسیا د لویدیځ د اړیکو د پراخولو له هڅو سره سره لا هم په روسیې اقتصادي تکیه لري او چین په دې سیمه کې پراخ سوداګریز نفوذ لري.

