دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانتورخم دروازه؛د څلورمې ورځ لپاره هم د افغان کډوالو پرمخ پرانیستې

تورخم دروازه؛د څلورمې ورځ لپاره هم د افغان کډوالو پرمخ پرانیستې

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت اعلان کړی چې د تورخم دروازه به نن څلورمه پرله‌پسې ورځ هم یوازې د هغو افغانانو لپاره خلاصه وي چې پاکستان پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د وزارت په وینا، تېر ماښام شاوخوا ۴۸۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

له دې سره، د تورخم په پوله لا هم سلګونه افغان کورنۍ د ستنېدو په تمه ناستې دي او د سختو شرایطو، بې‌سرپناهۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here