د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د طالبانو حکومت په خپل هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي ډلې شتون منلی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د پولې تړل د امنیتي وضعیت د جدي ارزونې له مخې ترسره شوي او تر راتلونکې خبرتیا پورې به تړلې پاتې شي.
اندرابي همدارنګه ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ راتلونکی پړاو خبرې به د نومبر په ۶مه وشي، او د وروستۍ پرېکړې اعلان به د دغو مذاکراتو له بشپړېدو وروسته وشي.

