د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو لوېدیځ هېوادونه سخت غندلي چې د فلسطین د خپلواکۍ منلو پرېکړه یې کړې ده.
هغه په ملګرو ملتونو کې ویلي چې دا کار فلسطینیانو ته دا پیغام ورکوي چې “د یهودیانو وژل ګټه لري.”
نتانیاهو د فرانسې، بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا او نورو هېوادونو پرېکړه “د شرم نښه” بللې او ټینګار یې کړی چې د ده حکومت به د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو سره هېڅکله موافق نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې کاناډا، فرانسې، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژند.

