د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي غونډې په وینا کې ویلي، په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
هغه ویلي، چې غزه عاجل اوربند ته اړتیا لري او د سوډان او اوکراین جګړې باید پای ته ورسېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې ټکنالوژي باید د خلکو د پرمختګ لپاره وکارول شي.
د ګوتریش په خبره، انسانیت د جګړو او ظلمونو له امله له پوښتنې سره مخ دی.
هغه ویلي: «سوله زموږ لومړیتوب دی، ځواک باید د خلکو په لاس کې وي او هېڅکله باید تسلیم نه شو.»

