پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهامریکا؛د متحدینو له لوري د فلسطین د دولت رسمیت پېژندنه نمایشي اقدام...

امریکا؛د متحدینو له لوري د فلسطین د دولت رسمیت پېژندنه نمایشي اقدام بللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا، آسترالیا، کاناډا او پرتګال له لوري د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو غبرګون ښودلی او دا یې نمایشي اقدام بللی دی.

د وزارت یوه ویاند د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، واشنګټن پر جدي ډیپلوماسۍ تمرکز لري، نه پر داسې کارونو چې یوازې نمایشي بڼه ولري.

د هغه په وینا:«د امریکا لومړیتوبونه څرګند دي، د یرغملانو ازادېدل، د اسراییلو امنیت، او د سیمې سوله او هوساینه چې یوازې د حماس له منځه تلو وروسته شونې ده.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا څو نږدې متحدینو تېره ورځ د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژندلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here