لیکوال: د پکتیا پخوانی والي، محمد حلیم فدایي
د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه تهدید چې که باګرام ورته و نه سپارل شي نو بدې پېښېدونکې دي، ډېر خلک فکر کوي چې امریکا ممکن بېرته افغانستان ته راوګرځي. دا احتمال ردېدونکی نهدی، خو کمزوری دی؛ ځکه په افغانستان کې د امریکا د حضور بڼه بدله شوې ده او استخباراتي حضور یې له هر وخت څخه زیات شوی دی. نو هغه «بدې پېښې» به څه وي؟
شونې ده امریکا د خپلو بندیانو د خوشي کېدو لپاره هدفمند عملیات ترسره کړي. له همدې وېرې څخه ملاهيبتالله نوري فایبرشبکې محدودې یا ممکن بشپړې ودروي.
همدارنګه احتمال شته چې امریکا د طالبانو په منځ کې د کابل او دوحې مېشتو طالبانو سره تفاهم کړی وي او د ملاهيبتالله په ګډون د طالبانو تر ټولو سخت دریځه کړۍ — لکه د ایران هغه سیاسي، نظامي او استخباراتي مشران یې چې څنګه په نښه کړل— له منځه یوسي.
د دې نظامي محدودو عملیاتو ترڅنګ په سیاسي او اقتصادي برخه کې د فشارونو زیاتوالی هم ممکن دی. کېدای شي هغه مالي مرستې چې له طالبانو سره کېږي، ودرول شي؛ بشري موسسې خپل فعالیتونه وځنډوي؛ طالبان د یوې ډلې په توګه د ترهګرو په لېست کې واچول شي؛ شتمني، ملکیتونه او د هغوي اماراتي شرکتونه تر اقتصادي بندیزونو لاندې راشي.
د طالبانو مخالفینو ته په یوه ګاونډي هېواد کې د مالي، استخباراتي او لوژستیکي مرستو مرکزونه پرانیستل او له هغوی سره تخنیکي او استخباراتي مرستې پیلول هم شونې دي. همدارنګه احتمال شته چې هغه بهرني سوداګر چې په افغانستان کې پانګونې کوي، د امریکا په تورلیست کې د شاملېدو له امله خپلې چارې ودروي.
همدا شان ددې امکان هم شته چې سعودي عربستان سره په تفاهم د طالبانو د هر غړي حج او عمرې ته د سفرونو مخه ونیسي. اوس چې پاکستان او سعودي عربستان له یو او بل سره دفاعي تړون لاسلیک کړی دی، ښایي سعودي خپلې مالي مرستې له پاکستان سره زیاتې او د هغو ډلو او ټپلو پر ضد اقدامات وکړي چې طالبان یې ملاتړ کوي او پاکستان یې تهدید ګڼي.
البته دا ټول اقدامات هغه ناوړې پېښې دي چې کولی شي د افغانستان اوسنی بحران لا ژور او پېچلی کړي. پاتې شوه؛ نظامي حضور؛ دهغې په اړه داسې امکان شته چې ټرامپ د امرېکا او طالبانو ترمنځ له پټې معاملې څخه پرده پورته کړي. له دې سره د طالبانو د خپلواکۍ، جهاد او نورو مقدس شعارونو هغه نقاب لا لوڅېږې او ولسي ملاتړ نور هم له لاسه ورکوي.
یوه خبره له اوله معلومه وه چې د امرېکا نظامیانو د بایډن له دې پرېکړې سره چې له افغانستان بشپړ ووځي، قطعا موافق نه وو. اوس هم بشپړ وتل د امرېکا په تاوان بولي. نو کېدای شي د خپل راتګ لپاره که پرون اسامه مجوز وو، نن حبیبي مجوز کړي. که پرون پر نیوریاک برید مجوز و، نن باګرام مجوز کړي.
نو که د طالبانو اوسنی سیاست دوام وکړي، نو پورته هره سناریو امکان لري. البته؛ طالبانو د ټرمپ خبرداري ته د ددوحې د تړون پر تطبیق او درناوي ټېنګار کړی دی. که چېرې په دې اړه دوی ریښتیني وي، نو د دوحې د تړون دوه اساسي برخې چې د طالبانو مکلفیت دی باید عملي کړي او هغه الف): د بین الافغاني مذاکراتو پیلول او ب): د مذاکراتو په نتیجه کې د یوه جدید اسلامي نظام رامنځته کول دي. حد اقل؛ په ظاهرا چې کوم توافق شوی دی، طالبان د دوحې له تړون سرغړونه او يا تېښته کوي. که چېرې د ملګرو ملتونو راپورونو ته وګورو چې افغانستان کې یې القاعده ته ځای ورکړی دی، نو دا بیا د د دوحې د تړون د اساسي جوهر سرغړونه هم ده او دا بیا امرېکا ته د برید او یا راتګ مجوز لا ممکن کوي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

