د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټروټ ویلي، د بنګلهدېش پر وړاندې د بریا لپاره یوازې توپ اچونه نه، بلکې توپوهنه او ډګر ساتنه هم مهمه ده.
هغه د لوبې ترمخه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې چې افغان لوبډلې ښه دمه کړې او بشپړ چمتووالی لري.
ټروټ هیله وښوده چې سبا لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شي.
یاده لوبه د اسیا جام په لړ کې سبا سهشنبه د ماښام په ۶:۳۰ بجې پېلېږي.