دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانمیرویس عزیري؛د ختیځو زلزله ځپلو لپاره د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مرستې اعلان...

میرویس عزیري؛د ختیځو زلزله ځپلو لپاره د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وکړ

‏د عزیزي بانک مشر میرویس عزیزي د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار او کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مالي ملاتړ اعلان وکړ.

نوموړي ویلي، د عزیزي بنسټ له لوري به د اړتیاوو د سروې او ارزونې لپاره ژر تر ژره د یادو سیمو سفر ترسره شي او د مرستو د وېش بهیر به په بیړني ډول پیل شي.

میرویس عزیزي د دې غمیزې د قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د تسلیت تر څنګ یې د ټپیانو د روغتیا او د ملت د زړورتیا دعا کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here