د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د المپیک د بدني روزنې او ورزش کمېټې مسوولینو نن د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي چې په تېر یو کال کې یې د افغان ورزشکارانو پر مټ ۹۲ بېلابېل مډالونه ګټلي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، په دغو مډالونو کې ۲۲ د سرو زرو، ۳۰ د سپینو زرو او ۴۰ د برونزو مډالونه شامل دي.
د معلوماتو له مخې، په تېر یو کال کې یادې کمېټې د لوبغاړو ترمنځ څلور زره هڅوونکې ځانګړې او رسمي سیالۍ جوړې کړې دي.
دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې یې د افغانستان پر فري فایټ لوبو هم بندیز ولګوو.