د سوریې دولت تېره ورځ د ۱۴ میلیارده ډالرو په ارزښت څو نړیوال قراردادونه لاسلیک کړل.
دا قراردادونه د بیارغونې، ترانسپورت او جایدادونو په برخو کې دي، چې د جګړو وروسته د هېواد د بیا رغولو لپاره مهم ګام ګڼل شوی.
په دغو قراردادونو کې د دمشق د هوایي ډګر د ۴ میلیارده ډالرو بیارغونې پروژه او د دغه ښار د مترو د ۲ میلیارده ډالرو پروژه شاملې دي، چې له قطري او اماراتي شرکتونو سره لاسلیک شوي.
دا قراردادونه په داسې حال کې شوي چې د سوریې مؤقت حکومت له فرقهيي شخړو سره هم لاس او ګرېوان دی.

