ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق وایي، د غور ولایت نه وروسته، طالبانو اوس د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي جبراً کډه کړي، د دوی کورونه او ځمکې یې نیولي او کوچیانو ته یې ورکړي دي.
هغه ویلي، دا کار د اسلام د اصولو، بشري حقونو او ټولنیز عدالت خلاف عمل ، چې نه قانوني حیثیت لري او نه اخلاقي مشروعیت.
فایق زیاته کړې، چې د طالبانو دا تبعیضي سیاستونه قومي نفاق زیاتوي او د بېثباتۍ لامل کېږي.

