دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeکورپاڼهتخيل او تفکر | تحليل او شننه

تخيل او تفکر | تحليل او شننه

لیکوال: مانو اورښت

يادونه: د دې ليکنې په پای کې به تاسو د تخيل او تفکر په تعريف، د تفکر په خلاقي ډول، د تخليقي ادبياتو او تفکر په اړيکه پوی شئ.
*
د ادبياتو او په عموم کې د هنرونو په اړه بحثونه له اپلاتونه راپيلېږي، د اپلاتون په نظر شاعران او هنرمندان د تقليد تقليد کوي. اپلاتون دا نړۍ د يوې بلې اصلي نړۍ سيوری بولي؛ دی په دې باور و، چې له دې نړۍ هاخوا يو بله نړۍ هم شته. دا شايد د سوکرات تاثر وي، چې د هغه وخت دينونه او خدايان يې وننگول او ويل به يې چې خدای شته، خو يو خدای! نو همدا وجه کېدی شي چې په اپلاتون د سوکرات د فکر سيوری وي، چې دا نړۍ يې د يوې بلې نړۍ سيوری باله. نو ويل به يې چې شاعران او هنرمندان د دې سيوري بل سيوری کاږي؛ يانې دوی چې د دې دنيا او چاپيريال توکي په شعر کې راوړي، دا د کاپي، کاپي ده؛ دليل يې همغه فکر دی، چې اپلاتون به ويل چې دا دنيا د يوې بلې دنيا سيوری دی. له دې سره _ سره اپلاتون له هنره منکر نه و؛ له شاعرانو يې غوښتل چې داسې شعرونه ووايي، چې د ښوونې روزنې او اخلاقياتو اړوند مسايل وي. لنډه دا چې اپلاتون له هنره د فلسفې تمه لرله. په دې لړ کې د اپلاتون تکړه او ځيرک زده کوونکی ارستو، د انساني فطرت د غوښتنو په اساس د خپل استاد خبره ردوي، ارستو وايي، چې ادبيات بايد جمالياتي ذوق هم خړوب کړي. د ادبياتو په اړه د ارستو نظرونه تر اوسه د منلو وړ دي، ارستو د ادبياتو په ساحه کې د يو اديب او کره کتونکي په توگه بحث کوي، نه د يو فلسفي په توگه. بوتيقا د ارستو هغه اثر دی، چې دوه زره کاله وروسته هم په ادبي بحثونو کې ورڅخه گټه اخېستل کېږي؛ تر دې چې د ارستو بوتيقا د کره کتنې لومړنی اثر بللی شو.
له دې بحثه دوه نظريې وزېږېدې، ادبپوهان او صاحب نظر په دوو ډلو وويشل شول. يوه ډله وايي چې ادب (هنر) د ادب (هنر) لپاره؛ مانا دا چې ادبيات يا هنرونه بايد د خوند او د جمالياتي ذوق خړوبولو لپاره ولوستل شي. د دې ډلې نامتو لیکوال ویکټور هوگو په يو ادبي مجلس کې ويلي ول چې سل ځله وايم چې ادب د ادب لپاره. د پښتو ژبې وتلی ليکوال گل پاچا الفت صاحب هم د هوگو سره موافق دی.
دويمه ډله وايي چې ادب (هنر) د ژوند لپاره؛ دا ډله له ادب او هنره د فلسفې غوندې د تمدن سازي لپاره استفاده غواړي. د دې ډلې وتلی فیلسوف هيگل وايي چې هنر بايد تمدن سازي وکړي، هيگل له هنره د فلسفې غوندې تمه لري. په دې سلسله کې دريمه ډله وايي، چې ادب هم د ادب لپاره او هم د ژوند لپاره. مانا دا چې ادبيات هم بايد جمالياني ذوق خړوب کړي او هم په ټولنه کې اصلاح راولي.

زموږ بحث د درېیمې ډلې د يو لاروي په توگه د دې مسلې واضح کول دي چې هنرونه له کومه زېږي، د انسان په وجود کې داسې څه کېدی شي چې د نورو مخلوقاتو په نسبت د هنر څښتن دی. د دې مسلې د حل و فصل لپاره پکار ده چې د تخيل او تفکر په ارتباط پوی شو، که تخيل او تفکر ارتباط لري، څنگه يې لري؟ ايا تخيل تفکر ته لاره جوړوي؟
د دې مسلې د حل لپاره تخيل او تفکر پېژنو او پايله اخلو چې ايا ادبيات يوازې د جمالياتي ذوق لپاره دي، که تفکر ته هم لاره خلاصوي. نو ښه ده چې تخيل او تفکر وپېژنو.
تفکر (Thinking) او تخیل (Imagination) د انسان د ذهني پروسو دوه مهم اړخونه دي، چې دواړه د انسان په فکري او تخلیقي فعالیتونو کې مهم رول لوبوي.

تخیل (Imagination):
تخیل د انسان هغه وړتیا ده چې د ذهن په دننه کې نوي یا غیر واقعي انځورونه، نظریات، او مفکورې جوړوي. تخیل د هغو شیانو یا حالاتو په اړه تصور کول دي چې ممکن په حقیقت کې شتون ونه لري. دا وړتیا انسان ته اجازه ورکوي چې د واقعي تجربو څخه بهر شیان تصور کړي، چې په خلاقيت، ادبیاتو، هنرونو، او حتی ساینس کې ډېر مهم رول لري. تخیل معمولاً د راتلونکي پیښو یا حالاتونو اټکل کول، داستان جوړول، یا نوي حل لارې پیدا کول رانغاړي.

تفکر (Thinking):
تفکر د هغو ذهني پروسو مجموعه ده چې له لارې یې انسان معلومات پروسس کوي، تحلیل کوي او پرېکړې کوي. دا پروسه د منطقي استدلال، تجزیې، ترکیب او په عمومي توگه د مسایلو د حل لپاره کارول کیږي. تفکر مختلف ډولونه لري، لکه انتقادي تفکر، خلاقي تفکر او متمرکز تفکر. دلته د تفکر په يو ډول بحث کوو، چې خلاقي تفکر دی. همدا خلاقي تفکر دی چې له تخيله نقل کوي.

خلاقي تفکر (Creative Thinking):
دا هغه تفکر دی چې له نوښتگرۍ او نوې لارې څخه د مسایلو حل یا د نویو نظرونو پیدا کولو لپاره کارول کیږي.

د تفکر او تخیل ترمنځ اړیکه:
تفکر او تخیل سره نږدې تړاو لري. تفکر ممکن د تخیل څخه الهام واخلي او تخیل د تفکر له لارې تنظیم شي. مثلاً، یو عالم کولای شي په تخیلي نظریه کې نوې مفکوره پیدا کړي او بیا د منطقي تفکر په مرسته د دې نظریې د اعتبار یا تطبیق په اړه فکر وکړي.
تفکر او تخیل دواړه د انسان د ذهني وړتیاوو مهم اړخونه دي چې د ورځني ژوند، نوښت، او علمي پرمختگ لپاره اړین دي. تخیل انسان ته د نويو شیانو د ایجاد او نوښت امکان ورکوي او تفکر دا شیان په منظمه او منطقي توگه منځته راوړي.
اوس نو په اسانۍ سره ويلای شو چې تخيل د تفکر لپاره لاره جوړوي. خو څنگه؟
د انسانانو او حیواناتو تر منځ يو لوی توپیر خيال او تصور دی. حيوانات تصور نشي کولای او د شيانو له مخامخ لېدو پرته د هغوی تصوير په ذهن کې نه شي راوړلی، د تېر او راتلونکي په اړه څه نه ورمالومېږي. خو انسان چې خيال او تصور لري، نو په دې اساس تفکر ته لاره هواروي، که يو څه په خيال کې راونه گرځي څنگه به يې په اړه فکر وکړای شو؟ هیڅکله نه!
د خيال او تصور په مرسته موږ د ژوند چارې هم اسانوو، د څو شېبو لپاره له اصلي ژونده بهر ځو، په خيال کې دنيا ابادوو، ژوند اسانو او راتلونکي ته هيلمن کېږو. دا هيلې او انگېرنې د خيال او تصور په مټ کوو، که چيرې خيال نه وای، د شيانو له مخامخېدو پرته به زموږ ذهن ته هيڅ شی نه راتلو. همدا ځای دی چې ادبيات ارزښت پيدا کوي، کله چې موږ غواړو له ژوند اوږې واچوو او دمه شو، نو ادبيات يې تر ټولو ښه ځای دی، دلته دې چې ادبيات موږ سره له ژونده په دمه اخېستلو کې مرسته کوي. دا نظريه د هغو ادبپوهانو نظر دی، چې دوی ادب د ادب لپاره بولي.

موږ د خیال په تعريف کې وويل چې خيال غير واقعي انځورونه هم جوړوي، يانې داسې انځورونه او منظرونه جوړولی شي چې په واقعي نړۍ کې شتون نه لري؛ اوسني هاليووډ او باليووډ فیلمونه، يا ځينې داستانونه يې ښې بيلگې دي.
د روباټ جوړولو الهام هم له خيال څخه اخېستل شوی دی. فيلمونه چې د خيال په مرسته جوړوېږي، ځينې وختونه پکې خارق العاده پېښې کېږي، چې حتی انسان يې تصور هم نشي کولای. روباټ اول خيالي وجود لرلی دی، وروسته د تخيل په مرسته تفکر هڅه کړې چې دا خيالي څيز په واقعي څيز بدل کړي. دا ځای دی چې دويمه ډله ادب د ژوند لپاره بولي.
يا ښه ده چې د گاسلايټينگ مثال ورکړو. د گاسلايټينگ مثال به له موږ سره د دې پوښتنې په ځواب کې مرسته وکړي، چې ايا تخليقي ادبيات چې د تخيل په مرسته زېږي، تفکر ته لاره هوارولی شي؟
گاسلايټينگ (gaslighting) ذهني تېری یا ذهني فرېب دی، دا هغه عمل دی چې فرد ته فريب پکې ورکول کیږي یا یې په ذهن کې لاسوهنه کیږي. د گاسلایټينگ کلمه د گاسلایټ په نوم له یوې تمثیلي ټوټې څخه اخیستل شوې ده، چې پاتریک هملتون په ۱۹۳۸م کې لیکلې او په بریتانیا کې یو فلم هم ورڅخه جوړ شو. بیا په ۱۹۴۴م کال کې د گاسلایټ په نوم یو امریکایي فلم هم وړاندې شو. په دې داستان کې يو سړی غواړي چې خپله روغه جوړه مېرمن لیونۍ ثابته کړي. هر وخت خپلې میرمنې ته د لیونۍ خطاب کوي، پخپله د کور د څراغ رڼا ډېره یا کمه کړي او پړه يې پر مېرمنې اچوي، بالاخره ښځه پر خپل اروایي حالت شکمنه شي، ځکه په درک او حافظه کې یې لاسوهنه وشي او د خپل مېړه تر کنټرول لاندې شي.
د‌ گاسلايټينگ له مخې نه يوازې د يو فرد په ذهن، بلکې د يوې ډلې په ذهنونو هم تېری کېدلی شي؛ په همدې ډول شايد يو کس يا يوه ډله نور خلک گاسلایټ کړي، چې په پايله کې د گاسلايټر لخوا اداره کېږي او هره ناروا يې ورته حق ښکاري. زموږ کار له گاسلايټينگ سره دا دی، چې څنگه تخيل تفکر ته لاره هواره کړه، نور په دې بحث نه کوو، چې گاسلايټينگ څومره زيانونه لري، يا ټولنه د گاسلايټ کېدو په صورت کې څومره لوېږي.
د گاسلايټينگ کلمه ورو، ورو علم، ادب، ژبپوهنې، فرهنگ او ارواپوهنې ته ورننوته، چې اوسنۍ ارواپوهنه هر ډول ذهني او عاطفي لاسوهنه گاسلایټينگ بولي.
اوس نو په اسانۍ سره دا پايله تر لاسه کولای شو چې تخليقي ادبيات چې د تخيل په مرسته زېږي، تفکر ته لاره جوړولی شي. که تخيل نه وي، تفکر اخېستنه نشي کولای.

دا چې پښتو تخليقي ادبياتو څومره تمدن سازي کړې يا يې څومره تفکر ته لاره هواره کړې ده، دا اوږد بحث دی، چې د دې ليکنې په لمنه کې نه راټولېږي، دلته يوازې د تخيل او تفکر په ارتباط غږېدلی يم. کاشکې څوک راپورته شي او پښتو ادبيات وتلي، چې د تفکر سازۍ او جمالياتي ذوق په خړوبولو کې يې څومره تله درنه کړې ده؟

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here