لیکوال: حفیظ همیم
دا متن د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر د کتاب Battlegrounds د ۷۹ او ۸۰ مخ د دوو بېلابېلو پاراګرافونو ژباړه ده چې د امریکا او ولسمشر کرزي د اړيکو په خرابولو کې یې د ای ایس ای د رول په ګډون یو شمېر فکټورونه یاد کړي دي: ۱) ما د ۲۰۱۰ کال له جون څخه د ۲۰۱۲ کال تر مارچ پورې څو ځله (ارګ) ماڼۍ او د ملي امنیت شورا ودانۍ ته تګ راتګ کړی و. ما اکثراً د متحده ایالاتو سفیران، کارل ایکینبري او وروسته ریان کراکر، او همدارنګه د ایساف قوماندانان، لومړی جنرال ډېوېډ پیټرییس او وروسته جنرال جان ایلن، له ولسمشر کرزي سره د لیدنو کتنو لپاره دې ماڼۍ ته بدرګه کول. دغه ملاقاتونه حساس ول. د ملاقاتونو موضوعات دا و چې څنګه د افغان ادارو او افغان اقتصاد د مهمو برخو پر وړاندې د فساد او منظم جرم خطر راکم کړي.
کرزی اکثره وخت په بد موډ/طبیعت کې و. تر ۲۰۱۰ کاله پورې د هغه او د امریکا د مشرانو تر منځ د دوستانه همکارۍ ورځې ختمې شوې وې. اړیکي د بې کفایته ډیپلوماسۍ، ګډېوډې ستراتیژۍ، د کرزي د ستړیا، او د ISI د بریاليو رواني عملیاتو قرباني شوي ول. ددغو رواني عملیاتو موخه دا وه چې پاکستان په جګړه ځپلي افغانستان کې پر داسې یوه ځواکمن منځګړي بدل کړي چې بدیل یې نه وي…
۲) د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ، ماته روښانه شوه چې د کرزي فشار، هغه د کانسپرسي تیوریو یا نظریو پر وړاندې زیان منونکی/اسیب پذیر کړی و. د پاکستان ISI له دې فرصته بشپړه ګټه واخیسته ترڅو د کرزي او د اوباما د نوي حکومت تر منځ واټن پیدا کړي. ماڼۍ ته د ورتګ پر مهال به، د کرزي د دفتر رئیس، عبدالکریم خرم، چې یو لنډ، ګرد، او بې خونده سړی و، د ولسمشر په دفتر کې په شاتنۍ څوکۍ کې موجود و. خرم د نجیب الله د واکمنۍ پر مهال زنداني شوی و او وروسته پاریس ته وتښتېد، هلته یې په نړیوال قانون او ډیپلوماسۍ کې ماسټري وکړه. هغه د ISI تر اغېز لاندې ښکاریده.