د ډونالډ ټرمپ مېرمنې ملانیا ټرمپ پر خپل انستاګرام د “ملانیا” په نوم د خپلو یاداښتونو چاپېدو خبر ورکړی.
هغې ویلي، دغه یاداښتونو کې به د خپل ژوند تجربې له خلکو سره شریکې کړې.
بل لورته ډونالډ ټرمپ هم د دغه کتاب لوستلو ته خلک هڅولي.
دې کتاب کې د ډونالډ ټرمپ واکمني کې د لومړۍ مېرمنې تجربې او خاطرې شریکې شوې دي.