دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeکورپاڼهزلنسکي:په کورسک مو ځکه بریدونه زیات کړي چې له روسیې سره یوه...

زلنسکي:په کورسک مو ځکه بریدونه زیات کړي چې له روسیې سره یوه حایله سیمه رامنځته کړو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، په کورسک سیمه یې ځکه حملې کړې چې دا سیمه د روسیې پر وړاندې د یو حایل په توګه وکارول شي.

که څه هم له څو ورځو راهیسې په کورسک سیمه کې درنه جګړه پیل شوې؛ خو دا لومړی ځل دی چې زلنسکي د دغې جګړې هدف په ګوته کوي.

اوکرایني ځواکونو په دغه سیمه کې یو مهم پل نړولی او یو بل کلیدي پل ته هم نږدې شوي دي.

اسوشټیډ پریس ویلي، چې د دغه پل له نړېدو وروسته د روسیي ځواکونو ملاتړ کمزوری شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here