لیکواله: پاکیزه ارزو
کابو ۵۴ کاله وړاندې یوه مست ځوان د هوس په جوش کې د خپل کلي له یوې نجلۍ سره زنا وکړه، میاشت وروسته چې د نجلۍ په امېندواري کورنۍ خبره شوه له نجلۍ څخه یې د ماشوم د پلار پوښتنه وکړه، نجلۍ د خپل کلي د یوه هلک نوم واخیسته، د نجلۍ ورونه په قهر د زناکار هلک کور ته ورغلل؛ خو زاني ځوان تښتېدلی و. د نجلۍ ورونو د هلک په کور ډزې وکړې او اعلان یې وکړ چې د کور ټولې نجونې په بدو کې د دوی په نوم شوې.
له ډزو سره په کور کلی کې شور جوړ شو، د زناکار هلک پلار د کلي مشرانو ته وویل چې دا خو انصاف نه دی چې زما ټولې لوڼې به دوی په بد کې وړي زه حاضر یم چې بد ورکړم خو یوه لور ورکوم. د زناکار هلک درې خویندې وې او درېیمه خور یې نوی زېږېدلی وه. د کلي مشران جرګه شول چې د ورور د زنا په جرم خور په بد کې ورکړي.
مشرانو د زنا کار هلک پلار ته وویل څو لوڼې دې په بد کې ورکوې؟ پلار وویل، دا دو مشرانې لوڼې مې د خپلو ورېرونو په نوم کړي دي، دوی د بل کور امانت دي دا دوې نه درکوم دا نوې زېږېدلې لور ورکوم. له خبرو اترو وروسته د خدای ج په کور یعنې جومات کې د کلي مشرانو دا فیصله وکړه چې د ورور د زنا سزا به په ورڼي کې نعښتې وړه خور تېروي او په بد کې به مقابلې کورنۍ ته ورکول کېږي، په ورڼي کې تړلې ۵میاشتنۍ خور د ورور د زنا په جرم د ۱۲ کلن ماشوم په نوم شوه، د کوژدې دعا هم وشوه او دا د خدای ج په کور کې د دین پالو مشرانو عدالت و چې پلی شو.
د زناکار هلک پلار او مور ځکه په ورڼي کې تړلې نوې زېږېدلې ماشومه په بدو کې ورکړه چې دوی یې په ژوند مطمین نه و او اټکل یې وکړ چې ښایي دا نجلۍ به غته نه شي او یا به مړه شي خو تقدیر ته دا منظوره نه وه، نجلۍ مړه نه شوه، پېغله شوه، د ښایسته ځوانۍ او حسن یوه ښکلې شهزادګۍ ترې جوړه شوه.
د ثور د انقلاب کلونه و او په بد کې تللې وړې نجلۍ اهسته اهسته د عمر مزل ووهه، دا هغه مهال و چې شوروي اتحاد په افغانستان یرغل کړی و او د جهاد اوازې ګرمې شوې وې. په بدو کې د ورکړل شوې نجلۍ کورنۍ تصمیم ونیوه چې دا ښه چانس دی چې ځانونه له دښمنۍ خلاص کړي او په دې راغلي اړدوړ کې کلی پرېږدي، په بدو کې ورکړې وړه لور به وژغوري او د کلي په پرېښودو به دا موضوع له خلکو هېره شي، همداسې یې وکړل، په نیمه شپه کابل ته وتښتېدل او د بدو حالاتو له امله یې له کلي او خپلوانو سره رابطه پرې کړه.
کلونه تېر شول، په بدو کې ورکړې نجلۍ له ماشومتوب د پېغلتوب عمر ته ورسېده او له ښوونځي څخه فارغه شوه. د ماشومتوب له تور بخت څخه ناخبرې پېغلې ته الله ج ښکلی حسن ورکړی و، په قد جګه نرۍ، تکه سپینه، حیاناکه، تقواداره مظلومه کابل پوهنتون ته بریالۍ شوه، په کم وخت کې د هغه مهال د خپل پوهنځي په حسینو او بااستعداده محصلینو کې حسابېده چې د ښایست او اخلاقو اوازه یې په کابل پوهنتون کې خپره وه.
په بدو کې د ورکړل شوې پېغلې په کور د مرکو او رویبارانو باران جوړ و؛ خو ورونو به یې هره مرکه ځوابوله او دا بهانه یې کوله چې موږ یې پردیو ته نه ورکوو. ښایسته پېغلې پوهنتون په بریالیتوب پای ته ورسوه او د ارواښاد ډاکتر نجیب د حکومت په وروستیو کلونو کې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې یې د ښوونکې دنده پیل کړه.
د ارواښاد ډاکتر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو سره په کابل کې د وحشت او دهشت جنګونه پیل شول، داسې جنګونه چې د پېغلو عزت ته د جهاد مجاهدو پتنګانو لاس وراچوه او هرې نجلۍ به دا فکر کاوه چې دوی به هم د ناهید شهید په انجام اخته کېږي او د جنسي تېري له ډاره مجبورې دي ځان وژنې وکړي.
د کابل ښار اوسېدونکي د وحشي جهادیانو د دهشت له امله په تېښته و، په بدو کې د ورکړې پېغلې کورنۍ هم مجبوره شوه چې د خپلو لوڼو د عزت ژغورولو پخاطر کلي ته لاړ شي او کلي ته ولاړل. کله چې کلي ته ورسېدل بیا ځلي د زنا او بد مسله راپورته شوه او هغه ۱۲ کلن ماشوم پاخه عمر ته رسېدلی و، مسلک یې جهاد و او له ټوپک سره په خپلو بدو پسې راغی. ښوونکې پېغلې ته یې وویل ته یې ماته په بدو کې راکړې وې او ته زما یې؛ خو د تعلیم یافته نجونو پیاوړتیا دا ده چې نه تسلیمیږي. ښوونکې پېغلې مجاهد ته وویل، ستا له خور سره زنا زما ورور کړې وه، ورشه زما ورور پیدا کړه، مړ یې کړه او د خپلې خور غچ ترې واخله. زه ستا نه وم، نه یم او نه تا سره په جبر واده کوم.
ښوونکې د ځان دفاع پیل کړه، خبره یې د مشرانو او مجاهدینو شرعي محکمو ته ورسوله، سره له دې چې په کابل ښار کې وحشت خپور و؛ خو په ولایتونو کې نسبي ارامتیا په بدو کې ورکړې ښوونکې په امنیت کې وساتله او د شرعي محکومو په حکم پېغلې یو څه وخت براعات پیدا کړ.
د مجاهدینو د وحشي جنګونو اخري کلونه و، طالبانو اکثره ولایتونه نیولي و، د پېغلې په نوم نومول شوی مجاهد په طالب بدل شو او د شمالي ولایتونو په جګړو کې ووژل شو؛ خو ښوونکې د بدو له عذابه خلاصه نه شوه، د وژل شوي مجاهد طالب ورونو په ښوونکې دعوا وکړه، هر هغه چا چې به ښوونکې ته مرکه ورلېږله، هغه به د وژل شوي مجاهد طالب ورونو په مرګ ګواښل. د وژل شوي مجاهد ورونو دعوا کوله چې دا پېغله موږ ته په بدو کې راکړل شوې ده او زموږ ده.
کله چې په ۱۳۷۵ ل کال کې طالبانو د مجاهدینو د وحشي جګړو ټغر ټول کړ، ښوونکې له کلي بېرته کابل ته راغله او د هغه وخت یوې شرعي محکمې ښوونکې ته له بدو څخه د خلاصون بشپړ شرعي خط ورکړ. د طالبانو په لومړۍ دوره کې لکه میلیونونه افغانې ښځې دا هم کور ناستې شوه، له پلاره یتیمه له موره هم یتیمه شوه او په خوار غربت، لوږه او تنده کې له ورونو سره د کابل ښار په یوې وروسته پاتې سیمه کې اوسېده.
په ۱۳۸۱ ل کې چې د د طالبانو د جهالت لومړۍ دوره ختمه شوه او په هېواد کې د رڼایي وړانګې خورې شوې، په بد کې تللې ښوونکې بیا ځلي خپل ښوونځي ته لاړه او د مقدس مسلک مقدسه دنده یې سرته رسوله؛ خو هغه څه چې ډېر ځورونکي و هغه د ورور د کړې زنا عذاب و چې دا یې لا هم ګواښله. د ورورونو په کور کې یې له شومو وریندارګانو سره ګوزاره سخته وه، دا پیغور یې هر ورځ اورېده چې تا هېڅوک نه کوي، په بد کې تللې یې او په موږ بوج یې او تر ټولو سخت درد دا و چې د ښوونکې په غېږه کې لوی شويو ورېرونو هم بده رویه کوله او د دې وجود په ټول کور بار و. کله کله به له مجبورۍ له خور سره اوسېده خو خپلوانو یې ناوړې خبرې کولې او له اوښې سره د اوسېدو پیغور یې ورکاوه.
کلونه تېریده او د ورور د زنا په جرم مجرمه ښکلې ښوونکې په عمر پخه شوه، خو ښایست یې لا ځوانې جلوې کولې، په پاخه عمر کې هم د رویبارانو راتتل بند نه و؛ خو غم دا و چې ورېرونو یې لوړ ولور غوښتل او ښوونکې ته به یې ویل موږ ځکه لوړ ولور اخلو چې موږ ساتلې یې، په تا مو مصرف کړی؛ خو د ښوونکې د خوړلې معاش حساب یې نه کاوه چې ښوونکې په دوی خوړلی و. یوه ورځ داسې هم راغله چې د ښوونکې وریندارګانو او ورېرونو له کوره وشړله او دا له مجبوري د تره زوی کورته لاړه، دا چې د تره زوی سره د نامحرم کیسه ختمه شي، د تره زوی ځانته نکاح کړه او دې نکاح ومنله؛ ځکه نور نه په ځمکه او نه په اسمان کې دې ته ځای و.
ښوونکې له بنې سره ژوند پیل کړ، له بده مرغه بنې هم په ارامه نه پرېښوده او ژوند یې ورته عذاب کړی و، بنه یې ملامته نه وه چې ځوروله یې؛ ځکه د هغې له مېړه سره ېې نکاح کړې وه او تعلیم یافته ښځې دا باید زده کړي د چې د بلې ښځې له مېړه سره په مجبوري کې هم نکاح کول خپلو همجنسو ته لوی خیانت دی.
ښوونکې ته الله ج داسې صبر او استقامت ورکړی و چې هېڅ هم نه ماتوله، د بنې عذاب یې هم زغمل، د بنې ماشومان یې ښوونځي ته وړل او دا یې غوښتل چې هغوی باسواده کړي؛ خو بنې یې فکر کاوه دا په دې چل اولادونه ترې بې لارې کوي. په ښوونکې ژوند عذاب و خو دا ورته قوی وه نه ماتېده، تل به یې خندل او دا به یې همیشه ویل چې دا زما تقدیر دی او دا تقدیر الله ج راته لیکلي، د الله ج څخه شکایت نه کوم هغه دنیا مې خرابیږي.
په زړه او ایمان قوي ښوونکې له حده ډېره تقواداره وه، د دې په خپله خبره یو فرض لمونځ هم ترې قضا شوی نه و او هر سهار یې د قرانکریم په تلاوت پیلوه. په ایمان پیاوړې ښوونکې ځانته پېښ هر عذاب او درد خپل تقدیر ګنه چې الله ج ورته لیکلی و ځکه یې له ژونده شکایت نه کاوه، تل به خندانه وه، سینګار کړې به ګرځېده او د پیغلو هر محفل به پرې ښکلی و.
خو؛ لکه پلار، مور، ورونه، ورېرونه، خپلوان، ځمکه او اسمان او بل هر موجود د ښکلي مخ، حیا او قوی ایمان له خاوندې سره آن خپل زړه هم وفا ونه کړه او څه موده مخکې د ژوند له هرعذابه د ابدي سکون په ابدي خوب ویده شوه. انا الله وانا الیه راجعون.
دا دنیا عجبیه بې انصافه ده، یوه ورور د هوس په جوش کې په کړې زنا د خپلې خور ژوند له عذاب څخه ډک کړ، له هغې نجلۍ سره چې یې زنا کړې وه د هغې انجام هېڅ معلوم نه شو چې ورونو به یې څه پرې کړي وي. د یوه نارینه له لاسه د دوو پېغلو ژوند تبا شو. نه یې هغه نجلۍ وګټله چې زنا یې ورسره کړې وه، نه یې د خور پوښتنه وکړه او نه یې بښنه ترې وغوښته چې زما د کړې زنا سنګسار او دورې تا وخوړې. هغو وریندارګانو چې له کوره وشړله او هغو ورېرونو چې نه یې ساتله په اخري وخت کې یې له دې بخشش هم و نه غوښته او دا بې ګناه او مظلومه ښوونکې ډک زړه او کړېدلې هغه رب ته په ابدي سفر ورغله چې دې د هېڅ درد او عذاب شکایت ورته کړی نه و.
د ورور د زنا په جرم مجرمه بې ګناه استادې په ۵۴ کاله ژوند کې د هغه جرم سزا ولیده چې دې نه وه کړی، هغه عذابونه یې ولیده که په غره راغلي وای ښایي زرې زرې به شوی و خو اروا ښادې استادې په خپل پاک ایمان، عزم او تعلیم هر عذاب وزغمه او د ژوند تر اخري سلګۍ یې د خپل ځان د ژوغورلو مبارزه وکړه او د ژوند سختو ته تسلیم نه شوه. زما د دې ښوونکې په شان میلیونونه افغانې مېرمنې او نجونې د خپلو ورونو، پلرونو او حاکمانو د ګناوو سزا هره ورځ ویني؛ ځکه خو د افغانستان په نوم هېواد باندې د الله ج قهر نازل دی، نارینه یې هر ورځ مري او الله ج ظالم او جابر حاکمان پرې مقرروي. له۴۶ کلونو راهیسې د استادې غوندې میلیونونه افغان نجونې او ښځې د ناکړو ګناوو په جرم عذاب ویني او ۴۶کاله کېږي په دې وطن عذاب نازل دی. زه باور لرم چې د یوه انسان ازارول او قتلول د ټول بشریت ازار او قتل دی او تر هغو چې له افغان ښځو بښنه و نه غوښتل شي، دا خاوره به سکون پیدا نه کړي.
نارینه او ښځې به یې دغسې کړیږي.
یادونه: په دې کیسه کې یوه خبره هم مبالغه نه ده.
ارواښاده استاده زموږ له نژدې دوستانو څخه وه او زه یې د ژوند په هره کیسه خبره وم، کله چې له مړینې یې خبره شوم شکر مې وایسته چې اخر هم د سکون ژوند ته ورغله او د ژوند له هر عذابه په امان شوه.
د شخصي حریم د درناوي په پار مې د نوم او ځایونو د نوم له اخیستلو ډده وکړه.
اروا یې ښاده.