پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهاحمد الشرع:سوریه کې د ټاکنو ترسره کېدل ښایي څلور کاله وخت ونیسي

احمد الشرع:سوریه کې د ټاکنو ترسره کېدل ښایي څلور کاله وخت ونیسي

د تحریر الشام ډلې مشر احمد الشرع له العربیه سره په مرکه کې د بشار الاسد حکومت له نسکوریدو وروسته د لومړي ځل لپاره په دغه هیواد کې د انتخاباتو د ترسره کیدو احتمالي مهال ویش اعلان کړ.

هغه ویلي چې د ټاکنو ترسره کېدل ښايي څلور کاله وخت ونیسي.

نوموړي زیاته کړې چې د سوریې د نوي اساسي قانون مسوده ښايي درې کاله وخت ونیسي.

الشرع دغه راز ویلي، چې سوریه به د هر ډول سیاسي کړکیچ څخه لیرې وي.

هغه ټینګار کړی چې د سوریې د نوي حکومت اصلي هدف د اقتصادي وضعیت ښه کول او د دغه هیواد پرمختګ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here