د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، ایران په پټو اړیکو کې له امریکا سره داسې پیغامونه شریکوي چې له علني دریځونو سره یې ټکر لري.
لیویت فاکسنیوز ته ویلي، چې د تهران په شخصي ډیپلوماتیکو چینلونو کې له واشنګټن سره د خبرو ژبه نرمه ده؛ خو په عامه توګه بیخي بل تصویر وړاندې کوي.
هغې ټینګار کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پوځي ځواک له کارولو ډډه نه کوي، خو تر ټولو لومړی انتخاب یې لا هم دیپلوماتیکه لاره ده.
لیویت ویلي چې د ایران په تړاو د ټرمپ راتلونکی ګام یوازې د هغه شخصي پرېکړه ده او نړۍ باید انتظار وباسي تر څو وویني چې سپینه ماڼۍ کومه لاره غوره کوي.

