رویټرز ویلي چې نن سهار د وینزویلا پلازمېنه کاراکاس کې د الوتکو غږونه اورېدل شوي او په اسمان کې لوګي لیدل شوي.
رویټرز د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې د ښار سویلي برخه، چې یوې لویې پوځي اډې ته نږدې ده، د پېښې په ترڅ کې د برېښنا له خدمت بېبرخې شوې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د وینزویلا وضعیت په نږدې توګه څاري او د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تکراري ډول د وینزویلا پر ضد د ځمکنيو پوځي عملیاتو ګواښونه کړي دي.

