شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانسرچینې:په استانبول کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوي خبرې لا نه...

سرچینې:په استانبول کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوي خبرې لا نه دي پیل شوې

د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوي ترمنځ په استانبول کې ټاکل شوې خبرې اترې لا نه دي پيل شوې.

سرچینې وايي چې قطر او ترکیه له دواړو لورو سره له مخکې په مشورو بوخت دي.

دغه خبرې وروسته له هغه کېږي چې تیره میاشت د ډیورنډ کرښې پر سر خونړۍ نښتې وشوې.

د طالبانو حکومت د ډرون بریدونو د بندېدو او د داعش د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه کړې؛ خو پاکستان ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي ټي پي مخه ونیسي.

د یادونې ده چې دریم پړاو خبرو کې د افغان پلاوي مشري عبدالحق وثیق کوي، او د پاکستان پلاوي مشري د ای ایس ای رییس عاصم ملک ته سپارل شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here