د نړیوال کرکټ شورا (ICC) د ۲۰۲۶ کال T20 نړیوال جام د ټکټونو پلور پیل کړی دی.
په دې لړ کې ICC پر ټولنیزو رسنیو د لوبو ټکټ خپور کړی چې پکې د هند، سریلنکا، سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا د لوبډلو د کپتانانو انځورونه ښکاري، خو د پاکستان کپتان سلمان علي اغاص په کې نه دی شامل شوی.
دغه چارې پاکستاني مینهوال ICC ته سخت غصه کړي او نیوکې یې کړي چې ولې د پاکستاني کپټان انځور په پوسټر کې نشته.
راتلونکی T20 نړیوال جام به د راتلونکي کال په فبروري او مارچ کې په هند او سریلنکا کې ترسره شي، او د نړۍ شاوخوا ګڼ مینهوال له نن څخه آنلاین ټکټونه اخیستلی شي

