د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو ته د اردن، مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو او یو فلسطیني چارواکي لیک لېږلی او د فلسطینیانو د بېځایه کولو د پلان څرګند مخالفت یې کړی.
رویټرز خبري اژانس ویلي، چې دغه لیک تېره ورځ لېږل شوی.
د یادونې ده، چې له غزې د فلسطینیانو د ایستلو وړاندیز د روان کال د جنوري میاشتې په پای کې د ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندې شوی و.
ټرمپ د اردن او مصر هېوادونو ته ویلي و چې لا زیاتو فلسطینیانو ته پخپلو هېوادونو کې ځای ورکړي.

