د سږ کال حج مراسمو ته له افغانستان څخه تلونکې یوې افغانې میرمنې (د حج زیارت کوونکې) د سعودي مدینې منورې ته له رسیدو وروسته یوه ماشومه نجلۍ وزېږوله.
دغه افغانه حاجۍ وایي، چې په لور یې «مدینه» نوم ایښی.
په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې روغتیايي خدمات خورا لوړ او قیمته دي؛ خو حکومت اعلان کړی چې ټولو حاجیانو ته به وړیا روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

