پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانیونیسف:په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړو ته مو روغتیايي او تغذیوي خدمتونه...

یونیسف:په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړو ته مو روغتیايي او تغذیوي خدمتونه برابر کړي دي

یونیسف د ۲۰۲۴ کال د کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې سږکال له ۲۰ میلیونو زیات افغانان، چې نیمايي یې ماشومان دي، د دې ادارې تر ملاتړ لاندې مرکزونو کې له لومړنیو روغتیايي خدماتو برخمن شوي دي.

راپور کې ویل شوي، چې نږدې ۱۲ میلیونه ماشومان او میندې له تغذیې اړوند خدمتونو ګټه اخیستې ده.

راپور زیاتوي، چې ۵۶۴ زره ماشومان، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي، د ټولنیزې زده‌کړې له لارې ښوونې ته لاسرسی موندلی دی.

یونیسف په دې راپور کې سره له یادو پرمختګونو، په افغانستان کې پر شته پیچلو ننګونو اندېښنه ښودلې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here