یونیسف په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې د هوا په سړېدو ماشومان د تنفسي عفونتونو پر وړاندې لا ډېر زیانپذیر کېږي.
دغه اداره وايي چې اړین درمل او نور طبي توکي د هېواد روغتیايي مرکزونو ته لېږي څو د ناروغو ماشومان درملنه وشي.
یونیسف زیاتوي چې سخت ژمی، اقتصادي ستونزې او په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو د ناروغېدو خطر لوړوي.
د دې ادارې استازي مخکې ویلي چې فقر، شخړې او اقلیمي بحرانونه د افغان ماشومانو راتلونکی ګواښي، او د بودجې کمښت یې له مهمو حقونو او خدماتو بېبرخې کوي.

