له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، ۴۰۰ زره نورې نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.
یاد بنسټ ویلي، چې تر اوسه ۲.۲ میلیونه افغانې نجونې له زدهکړو بې برخې دي.
دغې بنسټ ویلي، که دا بندیزونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام ومومي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له زدهکړو بې برخې شي.
د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت د یو بل ښوونیز کال په را رسېدو سره بیا هم د له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

