د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخنیوی د هېواد د دوامدار ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي ګواښ دی.
یاد بنسټ وايي، افغانستان هغه وخت د پرمختګ پر لور تلی شي چې ښځې او نارینه دواړه په ګډه ونډه واخلي.
د یونیسف د ارزونو له مخې، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به څه باندې ۲،۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي.
یونیسف یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت ټینګار کړی چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې بندیزونه باید پای ته ورسوي او ټولو ماشومانو ته دې د زده کړې مساوي فرصت برابر شي.

