یونیسف په تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان ختیځ کې وروستۍ زلزلې له ۵۰۰ زرو ډېر خلک اغېزمن کړي چې شاوخوا ۵۳ سلنه یې ماشومان دي.
د دې راپور له مخې، ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي چې پکې ۷۳۱ ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.
یونیسف ویلي، یوازې په کونړ او ننګرهار کې ۸۱ ماشومان په روغتونونو کې بېسرپرسته پاتې دي او ۲۷۱ نور یتیمان شوي دي.
راپور زیاتوي چې د زلزلې له امله په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د ماشومانو د سوءتغذي کچه په جدي ډول لوړه شوې ده.
دغه نهاد وايي، د مرستو د کمښت له امله د ځپلو ته د رسېدو لپاره له ۱۶.۳ میلیونه ډالرو مالي کسر سره مخ دی.

