د طالبانو حکومت هیله لري چې روسي ستر شرکتونه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند، چې سنپترزبورګ ته تللی، ویلي، اوس هم روسي شرکتونه په افغانستان کې فعال دي.
دغه پلاوی د کرنې وزیر عطاءالله عمري په مشرۍ د ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس لپاره روسیې ته تللی.
یاد کنفرانس د جوزا له ۲۸ تر ۳۱مې دوام لري او پر کرنه، صنعت، پانګونه او چاپېریال تمرکز کوي.
له هغه وروسته چې روسیې د طالبانو حکومت له ترهګرو ډلو وایستل، اړیکې یې ورسره پراخې شوي دي.

