د ملګرو ملتونو تازه موندنې ښيي چې په افغانستان کې ښځې د نارینهوو په پرتله رسمي قضایي سیستم ته ډېر کم لاسرسی لري.
د راپور له مخې، یوازې ۱۴ سلنه ښځو ویلي چې د شخړو د حل لپاره رسمي خدمتونو ته لاسرسی لري، حال دا چې د نارینهوو لپاره دا کچه ۵۳ سلنې ته رسېږي.
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي چې عدالت ته لاسرسی د ښځو د خوندیتوب او وقار لپاره بنسټیز حق دی.
په همدې حال کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګاګنون خبرداری ورکړی چې که د ټولنې لویه برخه له عدلي خدماتو بېبرخې پاتې شي، دا کار د خلکو پر ادارو باور کمزوری کوي.

