جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانیوناما:د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو کې ډېری قربانیان افغانې ښځې او ماشومان...

یوناما:د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو کې ډېری قربانیان افغانې ښځې او ماشومان دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی دفتر (یوناما) منلې چې پاکستاني پوځ تېره شپه د کابل، پل چرخي په سیمه کې د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژلي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، د ټپیانو او وژل شویو ترمنځ ښځې او ماشومان هم شامل دي او د جګړو د سمدستي درولو غوښتنه کوي، څو د ملکي وګړو د نورو مرګ‌ژوبلو مخه ونیول شي.

د یاد بنسټ په وینا، د سرحدي تاوتریخوالي د وروستي زیاتوالي اصلي قربانیان ملکي وګړي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

یوناما زیاته کړې چې د روانو وسله‌والو نښتو له امله د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې په افغانستان کې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here