د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) وايي، چې د افغانستان د خصوصي سکتور او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په تړاو دوه کاري غونډې یې پرون په قطر کې پیل کړې دي.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، دا دوهورځنۍ غونډې به تر دې مهاله ترسره شوي فعالیتونه وارزوي او راتلونکې لومړیتوبونه به مشخص کړي.
په غونډو کې د ملګرو ملتونو، یو شمېر هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او د افغانستان د اوسني نظام د استازو ګډون کړی دی.

