سه شنبه, اپریل 7, 2026
Homeافغانستانیوسف حماد:د ورښتونو او سېلابونو له امله په هېواد کې ۲۲ کسان...

یوسف حماد:د ورښتونو او سېلابونو له امله په هېواد کې ۲۲ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند، یوسف حماد، وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او طبیعي پېښو له امله درنه مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

د نوموړي په خبره، پرله‌پسې بارانونو، ناڅاپي سېلابونو، تندر لوېدو او د کورونو نړېدو په پایله کې لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې چې د دغو پېښو له امله ګڼې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

حماد همداراز ویلي چې په همدې موده کې له ۳۰۰ څخه زیات کورونه یا بشپړ نړېدلي او یا هم جزوي زیانمن شوي دي، چې له امله یې یو شمېر کورنۍ بې‌سرپناه شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here