شنبه, مارچ 21, 2026
Homeکورپاڼهیمن؛د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۶۸ تنه مړه شوي او ۷۴ نادرکه...

یمن؛د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۶۸ تنه مړه شوي او ۷۴ نادرکه دي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې د یکشنبې په ورځ د یمن د ابین ولایت سواحلو ته نږدې یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۸ پناه‌ غوښتونکي مړه شوي او ۷۴ تنه نور لا هم ورک دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې کښتۍ د ۱۵۴ ایتهوپیايي کډوالو سره له افریقا څخه د یمن له لارې سعودي عربستان ته روانه وه.

تر دې دمه ۵۴ مړي د خنفر ساحلي سیمه کې او ۱۴ نور په بله سیمه کې موندل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here