یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانیعقوب مجاهد:په یوې پېړۍ کې افغانانو درې ازادۍ اخیستي؛ خو بېرته یې...

یعقوب مجاهد:په یوې پېړۍ کې افغانانو درې ازادۍ اخیستي؛ خو بېرته یې له لاسه ورکوي

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د اوسنۍ ازادۍ د ساتلو لپاره باید هڅه وشي.

نوموړي ویلي، په یوې پېړۍ کې افغانانو درې ازادۍ اخیستي؛ خو بېرته یې له لاسه ورکوي.

هغه زیاته کړې، چې د هېواد په هر فرد فرد دا لازم دي، چې د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه پورې خپل کوشش وکړي، تر څو د چا د خبرو تر تاثیر لاندې رانشي.

مجاهد دغه راز ویلي، چې موږ باید د پردیو دسیسو ته هوښیار واوسو او د دوی د هر بد عمل په وړاندې ودریږو او هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here