دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانیروشلم:القاعده د جمهوریت له سقوط وروسته بېرته منظمه شوې او له طالبانو...

یروشلم:القاعده د جمهوریت له سقوط وروسته بېرته منظمه شوې او له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړې دي

یروشلم ورځپاڼې په تازه مقاله کې لیکلي، چې د ۲۰۲۱ کال د جمهوریت تر سقوط وروسته القاعده شبکه یو ځل بیا په پټه بېرته منظمه شوې او له طالبانو سره یې نږدې اړیکې پيل کړي دي.

د مقالې له مخې، القاعده اوس هم په افغانستان کې روزنیز کمپونه لري، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه چې د دغه شبکې ملاتړ به نه کوي.

راپور زیاتوي، چې د شبکې مهم مشران لکه حمزه بن لادن او سیف العادل د افغانستان او سیمې په کچه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د دوی په باور، د طالبانو ترمنځ دننه اختلافات، د پاکستاني طالبانو تحریک او سیمه‌ییز ملاتړ کولای شي د القاعده د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here