د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې د تېرې اوونۍ د وسله وال برید له امله د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
رویټرز ویلي، چې د ګوتریش مرستیال ویاند فرحان عزیز حق ویلي، چې انتونیو ګوتریش دواړو هېوادونو ته د زیات زغم سپارښتنه کړې او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلي ګوتریش ټینګار کړی چې تر ټولو سختې شخړې هم د معنا لرونکو او رغوونکو خبرو اترو له لارې په سوله ییز ډول حل کېدلی شي.
هغه زیاته کړې، که دواړه خواوې ومني، ملګري ملتونه چمتو دي چې د کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره هر ډول سولهییز حل ته لاره هواره کړي.

