د خیبر پښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور افغان کډوالو ته د پاکستان د حکومت له لوري د ضرب الاجل په ټاکلو نیوکه کړې.
ګنډاپور ویلي، چې دی د دغې پرېکړې مخالف دی او افغان کډوال نباید د پاکستان له خاورې په زوره وشړل شي.
نوموړی زیاتوي، دا تګلاره په تېر کې هم عملي شوې وه، چې د بشري حقونو ضد وه.
د یادونې ده، چې پاکستان د مارچ تر وروستۍ نېټې افغان کډوالو ته وخت ورکړی، چې له پاکستان څخه ووځي.

