د ایران د وسلو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د امریکا د ملي امنیت شورا پخواني چارواکي ریچارد ګلدبرګ ویلي چې د هرمز تنګي بندول د ایران لپاره «اقتصادي ځانوژنه» ده.
نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغې کړې، چې د ایران د مذهبي مشر استازي، علي شریعتمداري ویلي وو که ایران هرمز تنګی بند کړي، د نفتو بیه به تر ۲۰۰ ډالرو ورسېږي.
ګلدبرګ دا ادعا له واقعیت لرې وبلله او ویې ویل چې دا کار به تر ټولو ډېر فشار پر چین راولي، ځکه نیمایي نفت له همدې لارې ترلاسه کوي.

