د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې ویلي، د افغانستان د تېرو جګړو تجربه ښيي، چې د تلپاتې سولې یوازینۍ لاره، د ټولو خواوو ترمنځ رښتینې او بېقید و شرطه خبرې دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د پخوانیو تاوتریخجنو لارو تکرار او پر بهرنیانو تکیه، هېواد بېرته فاجعو ته بیايي.
حکمتیار ټینګار کړی چې واک باید د خلکو د رایې او ملي ارادې له لارې، په سولهییز ډول انتقال شي او هېڅ څوک د زور، کودتا یا بهرني ملاتړ له لارې واک ته نهشي رسېدای.
نوموړي د مارشال عبدالرشید دوستم وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، چې د دې ډول ظلمونو مخنیوی باید وشي.
هغه زیاته کړې، اړینه ده یو داسې ملي شورا جوړ شي، چې د خلکو ریښتینی استازیتوب وکړي او ملت باید په ټولو ملي پرېکړو کې مستقیم ګډون ولري.
نوموړي ویلي چې د اساسي قانون نشتوالی یو جدي خلا ده او یوازینی مشروع بنسټ د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره، باید د خلکو له خوا ټاکل شوې شورا وي.

